اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي په تندۍ سره زياتېدونكې آبادي د پائيدار اقتصادي پرمختګ باوري كولو له تر ټولو لويې چېلنج دے٬دې ته په سمدستي توګه د صوبائي حكومتونو د پام لرنې ضرورت دے۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاپولېشن كونسل پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د جمعې پھ ورځ ده سره ملاقات وكړو۔د پاپولېشن كونسل كنټري …
په تندۍ سره زياتېدونكې آبادي د پائيدار اقتصادي پرمختګ باوري كولو په لار كښې تر ټولو لويې چېلنج دے

مزید خبریں
اسلام آباد 09 مارچ(اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئېلي دي په تندۍ سره زياتېدونكې آبادي د پائيدار اقتصادي پرمختګ باوري كولو له تر ټولو لويې چېلنج دے٬دې ته په سمدستي توګه د صوبائي حكومتونو د پام لرنې ضرورت دے۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پاپولېشن كونسل پلاوي سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د جمعې پھ ورځ ده سره ملاقات وكړو۔د پاپولېشن كونسل كنټري ډائرېكټر ډاكټر زېبا اے ستار(تمغه امتياز)د پلاوي مشري وكړه۔وزيراعظم ووئيل په دې څانګه كښې د معياري سروس وركولو او رسنه زياتولو لپاره د زياتې سرمايه كارۍ ضرورت دے۔ډاكټر زېبا په دې موقع د هېواد د آبادۍ او د نورو اسلامي هېوادونو په مقابل كښې په اقتصادي پرمختګ د دغې آغېز په اړه يوه جائزه وړاندې كړه او د كونسل وړاندېزونه يې هم وړاندې كړل۔وزيراعظم پلاوي له باور وركړو چې دا معامله به د شريكې ګټې كونسل په پليټ فارم صوبائي حكومتونو سره شريكولې شي









