اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان د خپلو كشميري وروڼو د بشپړ ملاتړ پخلې كوي۔ دخپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس هڅو ته زمونږ مضبوط سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ به تل له ترلاسه وي دغسې چی د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه دا پخوانۍ مسئله په سوليز ډول حل كړې شي۔ دا خبره اولس مشر د كشمير …
پاكستان د خپلو كشميري وروڼو د بشپړ ملاتړ پخلې كوي۔ دخپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس هڅو ته زمونږ مضبوط سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ به تل له ترلاسه وي۔ نړيواله ورورولي دې هند د ظلم رويې ٬ بې رحمه سلوك او د تش لاسې كشميري اولس په ضد جنګي جرمونو څخه منع كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د كشمير يووالي په مهال خاص پېغام
اسلام آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان د خپلو كشميري وروڼو د بشپړ ملاتړ پخلې كوي۔ دخپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس هڅو ته زمونږ مضبوط سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ به تل له ترلاسه وي دغسې چی د ملګرو ملتونو د قراردادونو ترمخه دا پخوانۍ مسئله په سوليز ډول حل كړې شي۔ دا خبره اولس مشر د كشمير يووالي ورځې په مهال خاص پېغام كښې وكړه۔ ده ووئيل د اندېښنې خبره ده چې د كشميري اولس قانوني هڅې د مينځه وړولو له هندي پوځ د ترهګرۍ ٬ سنګينو بشري جرمونو او د بشري حقونو د خلاف ورزۍ ارتكاب كوي۔ له دې كبله نړيواله ورورولي دې هند د ظلم رويې ٬ بې رحمه سلوك او د تش لاسې كشميري اولس په ضد جنګي جرمونو څخه منع كولو له خپل كردار ترسره كړي او هند دې په دې لړ كښې 70 كاله وړاندې نړيوالې ورورولۍ سره كړې وعدو پاللو ته مجبور كړي ولې چې ددې مسئلې حل څخه غېر د منطقې غوره امن په ځائې كېدو خوب ريښتيا كېدې نه شي۔











