وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په يوه ورځنې دوره كراچې ته لاړو

اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په يوه ورځنې دوره كراچې ته لاړو۔ وزيراعظم به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د لياري اېكسپرېس وے پروژې د نارتھ بند كرېج وے پرانسته كوي۔ دا پرژوه د اوږدې مودې څخه ځنډ سره مخ وه۔ د پرانستې نه پس به د لياري اېكسپرېس وے پروژه په مكمل توګه فعاله شي۔ د پروژې د رېمپس پشمول ټول اوږدوالې 38 …

اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي﴾ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په يوه ورځنې دوره كراچې ته لاړو۔ وزيراعظم به ﴿نن﴾ د اتوار په ورځ د لياري اېكسپرېس وے پروژې د نارتھ بند كرېج وے پرانسته كوي۔ دا پرژوه د اوږدې مودې څخه ځنډ سره مخ وه۔ د پرانستې نه پس به د لياري اېكسپرېس وے پروژه په مكمل توګه فعاله شي۔ د پروژې د رېمپس پشمول ټول اوږدوالې 38 كلوميټره دے په كومه چې 10 اربه روپې اخراجات راغلي دي۔ په دې كښې د سهراب ګوټ٬ منګهو پير٬ سرشاه سليمان او د ماړي پور پشمول څلور انټرچېنجز شامل دي۔ دې سره سره 20 لوي پلونه هم د پروژې برخه دي۔ دا پروژه په ښار كښې د زياتېدونكي ټرافيك فشار كمولو لپاره ډېره مهمه ده۔ د كراچې بندر او سپر هائي وے ﴿اېم ن9﴾ څخه راتلونكې ټرافيك به په ښار كښې د داخلېدو نه بغېر خپل منزل ته رسېدو لپاره اېكسپرېس وے كاروي۔ پروژې سره به درياب سره سره د سېلابي زيان مخ نيوې هم وشي او دې سره به په ټوله سيمه كښې د ماحولياتي تحفظ په باوري كولو كښې هم مرسته وشي۔