کھټمنډو 08 جنوری (اے پی پی) د نیپال د پارلمان د ایوان بالا ټاكنې به د فرورۍ په 8مه نيټه كېږي۔ د نیپال ميډيا له مخې د الیکشن کمېشن چارواكو وئيلي د وفاقی پارلمان د ایوان بالا ټاكنې به په 8 فرورۍ كولې شي په دې لړ كښې د وزارتی کونسل د بيړي غونډه د وزیر اعظم شیر بهادر دیوبا پخ مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د الیکشن کمېشن د …
د نیپال د پارلمان د ایوان بالا ټاكنې به د فرورۍ په 8مه نيټه كېږي

مزید خبریں
کھټمنډو 08 جنوری (اے پی پی) د نیپال د پارلمان د ایوان بالا ټاكنې به د فرورۍ په 8مه نيټه كېږي۔ د نیپال ميډيا له مخې د الیکشن کمېشن چارواكو وئيلي د وفاقی پارلمان د ایوان بالا ټاكنې به په 8 فرورۍ كولې شي په دې لړ كښې د وزارتی کونسل د بيړي غونډه د وزیر اعظم شیر بهادر دیوبا پخ مشرۍ كښې وشوه چې پكښې د الیکشن کمېشن د سفارشاتو پھ رڼا كښې د ایوان بالا د ټاكنو په اړه حتمی پريكړه وشوه۔ دې څخه وړاندې اولس مشر بدیا دیوی بھنډاری د نېشنل اسمبلۍ ایکټ منظوری وركړې وه چې له امله ئې د ټاكنو لاره سمه شوې ده۔ د وفاقی پارلمان د ایوان بالا د غړو شميره 59 ده چې پكښې د 56 ټاكنې به د هېواد په ټول 7 صوبو د اسمبلۍ غړي كوي دغسې د 3 ټاكنه به د حکومت په سفارش اولس مشر كوي۔










