اسلام آباد۔19اکتوبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري وئیلي دي چې د سینې سرطان څخه اغېزمنو مېرمنو د درملنې په مهال بايد احساساتي، ټولنیز او کورنۍ ملاتړ چمتو كړې شي٬ ښځې باید وهڅول شي چې خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړي او د ناروغۍ پورې اړوند اندیښنو په اړه پرته له کوم ځنډ څخه طبي مشوره وغواړي۔ هغه دا خبره د سینې سرطان د پوهاوي د ورځې په مناسبت په …
د سینې سرطان سره د مخ مېرمنو درملنې په مهال بايد احساساتي، ټولنیز او کورنې ملاتړ چمتو كړې شي: د صدر آصف علي زداري د سينې سرطان سره د اړوند پوهاوي نړيوالې ورځې په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد۔19اکتوبر (اے پی پی) ولسمشر آصف علي زرداري وئیلي دي چې د سینې سرطان څخه اغېزمنو مېرمنو د درملنې په مهال بايد احساساتي، ټولنیز او کورنۍ ملاتړ چمتو كړې شي٬ ښځې باید وهڅول شي چې خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړي او د ناروغۍ پورې اړوند اندیښنو په اړه پرته له کوم ځنډ څخه طبي مشوره وغواړي۔ هغه دا خبره د سینې سرطان د پوهاوي د ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې وکړه چې د اکتوبر په 19 مه لمانځل کیږي۔ ولسمشر د دې ناروغۍ څخه اغیزمنو ټولو کسانو په ځانګړې توګه ښځو، د هغوی کورنیو، پاملرنې كوونکو او طبي پوهانو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولوسره ووئيل وویل د سینې سرطان په پاکستان کښې په زرګونو کورنۍ اغېزمنوي۔ د هغې اغیزې یوازې یو فرد پورې محدودې نه دي بلکې کورنۍ چې پکې مېندې، لوڼه، خوېندې او میړه شامل دي، له احساساتي او ټولنیز فشار سره كيږي۔ له همدې امله د ناروغۍ په اړه پراخه پوهاوی، په وخت سره طبي پاملرنه او د اغیزمنو اشخاصو لپاره ملاتړ اړین دی۔ ولسمشر ووئيل دا ورځ مېرمنو لپاره خپلې روغتيا ته د پام كولو او په وجود كښې د كوم بدلون يا اندېښنې په صورت كښې د فوري مشورې كولو اهميت په ډاګه كوي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل كورنۍ او ټولنې هم په دې لړ كښې زياتې مهمې دي۔ مېرمن بايد خپلې روغتيا سره اړوندې اندېښې له كومې ويرې پرته د بيانولو صلاحيت ولري۔ ده ووئيل په دې لړ كښې تعليمي ادارې ٬ سماجي تنظيمونو ٬ د ابلاغ سرچينې او طبي پوهن مېرمنو او كورنيو ته درست معلومات رسولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ولسمشر ووئيل برېسټ كېنسر كښې اخته مېرمنو او درملنې بشپړ كوونكو سره دې خواخوږي او مرسته وكړې شي۔ ولسمشر د دې عزم څرګندونه وكړه چې مونږ له به يوه داسې ټولنه جوړولو له په ګډه كار كول وي چرته چې مېرمنې خپل روغتيا ته تر ټولو لومړۍ پاملرنه وكړي٬ كورنۍ ورسره ولاړه وي او دې رنځ سره مخ هر يو رنځور ته اړين پام او مرسته ترلاسه وي۔









