ښځې بايد خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړي او روغتیا سره د اړوندې کومې اندیښنې په صورت کښې هېڅکله طبي مرسته كښې وروستوالې ونكړي: د لومړۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري د سینې سرطان پوهاوي ورځې په مناسبت پیغام

اسلام آباد۔19اکتوبر  (اے پی پی) لومړۍ مېرمنې بي بي آصفه بوټو زرداري د سینې سرطان په اړه د پوهاوي لوړولو او د مناسب طبي پاملرنې ترلاسه کولو لپاره د ښځو هڅولو کښې د طبي متخصصینو، ټولنیزو تنظيمونو، مدني ټولنې، رسنیو او تعلیمي ادارو مهم رول په ډاګه كولو سره ووئيل په ټول پاکستان کښې ښځې بايد خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړي او د روغتیا پورې اړوند کومې اندیښنې په صورت …

اسلام آباد۔19اکتوبر  (اے پی پی) لومړۍ مېرمنې بي بي آصفه بوټو زرداري د سینې سرطان په اړه د پوهاوي لوړولو او د مناسب طبي پاملرنې ترلاسه کولو لپاره د ښځو هڅولو کښې د طبي متخصصینو، ټولنیزو تنظيمونو، مدني ټولنې، رسنیو او تعلیمي ادارو مهم رول په ډاګه كولو سره ووئيل په ټول پاکستان کښې ښځې بايد خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړي او د روغتیا پورې اړوند کومې اندیښنې په صورت کښې هیڅکله طبي مرسته كښې وروستوالې ونكړي۔ هغې دا خبره د سینې سرطان د پوهاوي ورځې په مناسبت په خپل پیغام کښې وکړه، چې د اکتوبر په 19مه لمانځل کیږي. آصفه بوټو زرداري ووئیل چې زه په ټول پاکستان کښې ښځو ته یادونه کوم چې د دوی روغتیا لومړی ده ، هرکله چې دوی د خپل روغتیا په اړه اندیښنه ولري، دوی باید هیڅکله د طبي مشورې اخيستلو وروستوالې ونه کړي۔ هغې وویل چې د سینې سرطان د مختلفو پس منظرونو میرمنو او د دوی کورنیو باندې اغېزه کوي۔  د یوې میرمنې لپاره چې د دې ناروغۍ سره مخ ده دا د ویرې او ناڅرګندتیا وخت کېدی شي۔ دا د هغې د کورنۍ لپاره هم یو ستونزمن وخت دی۔ له همدې امله دا مهمه ده چې د دې ناروغۍ په اړه پوهاوی لوړ شي او اغیزمنو میرمنو ته ملاتړ چمتو شي۔ آصفه بھټو زرداري ووئيل چې د ګرد پاكستان مېرمنو او كورنيو ته د برېسټ كېنسر په اړه سم معلومات رسول ضروري دي۔ دې ووئيل طبي پوهان ٬ سماجي تنظيمونه ٬  د ابلاغ سرچينې او طبي پوهن مېرمنو او كورنيو ته درست معلومات رسولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ لومړۍ مېرمن ووئيل چې زه د هغه مېرمنو همت ته پېرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د سينې سرطان سره مخ پاتې شوي دي  او ددې درملنې يۍ كړې دي۔ دې ووئيل راځۍ چې د سينې سرطان په اړه ښكاره خبره وكړو او خپل چاپېريال كښې د موجود مېرمنو ډاډګيرنه وكړو چې هغوي خپلې روغتيا ته پام وګرځوي۔ مونږ له به دا خبره باوري كول وي چې كومه هم مېرمن درملنو له د رجوع كولو په وخت يا دې رنځ سره د مخ كېدو په وخت ځان يوازې محسوس نه كړي۔(اے پي پي وا ١٨٢٦)

مزید خبریں