ینګون ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) ميانمار كښې د كشتۍ ډوبېدو پیښې په نتيجه كښې ګڼ شمېر كسانو ډوب شوي دي كومو كښې چې تر دې دمه د 14 كسانو مړي راويستلې شوي دي او د نورو لټون روان دے۔ د ميډيا راپور ترمخه د خالي په ورځ ونیوا ښار څخه 72 کلومیټره لرې په چھنډون دریاب كښې د كشتۍ ډوبېدو پېښه رامخې ته شوه۔ كشتۍ كښې د 120 طالبعلمانو او استاذانو په شمول 250 كسان ناست وو۔ د رېسكيو اهلكارو تر دې دمه د 14 كسانو مړي راويستلې شوي۔ بلخوا د مرستې ډلو 154 كسان ژوندي بچ كړي دي۔ د پاتې كسانو لټون له عمليات روان دي