د او آئي سي د خارجه وزيرانو دوه ورځنې غونډه به ﴿نن﴾ په تاشقند كښې پېل كېږي

تاشقند 17 اکتوبر (اے پي پي) د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ د خارجه وزيرانو دوه ورځنې غونډه به ﴿نن﴾ د نهې په ورځ د ازبكستان په پلازمينه تاشقند كښې پېل كېږي۔ په دې غونډه كښې به د تنظيم د غړو هېوادونو خارجه وزيران او د خارجه وزارتونو چارواكي ګډون كوي۔ د تنظيم د سياسي چارو ډائرېكټر جنرل علي بخيت وئيلي دي چې د كوېت خارجه وزير به د غونډې د وړومبي سيشن كوربه وي۔ د ازبكستان لنډمهاله اولس مشر شوكت مزائيوف به هم د پرانستې په غونډه كښې ګډون كوي۔ په غونډه كښې د تنظيم د عمومي سېكتر اياد امين پېغام اورولې شي۔ په غونډه كښې به اسلامي هېوادونو ته په ورپېښو چېلنجونو٬ ستونزو٬ سياسي٬ اقتصادي او سماجي چارو غور كولې شي۔ په غونډه كښې د فلسطين٬ سوريې٬ عراق٬ مالي او د ميانمر په اړه د قرادادونو وړاندې كولو امكان هم دے۔