
باکو 14 اکتوبر (اے پی پی) د وزیراعظم محمد نوازشریف څوك چې تېره شپه د آذربائيجان په 3 ورځنۍ سركاري دوره باكو ته رسېدلې په درنامي كښې د جمعې په ورځ صدارتي مانړۍ كښې په باضابطه توګه د هركلي دستوره وكړې وشوه۔ د دې دستورې په مهال د دواړو هېوادونو قامي سرودونه وغږول شول۔ په دې مهال وزیراعظم محمد نوازشریف ته د آذربائیجان وسله والو ځواكونو ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔ وزیراعظم نوازشریف سره د آذربائیجان کابینې غړي معارفي كړې شول۔ وزيراعظم د خپل پلاوي غړي د آذربائیجان اولس مشر سره معارفي كړل۔