اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي الېكټرانك مېډيا چېنلز د بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي ، دا يوازينے فورم دے كوم چې ضابطه اخلاق لري ٬ اليكټرانك ميډيا ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي او د دې پرمختګ له به ټولو همكارانو له په ګډه اقدامات كول وي۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په …
اليكټرانك ميډيا ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي له به په ګډه اقدامات كول وي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير

مزید خبریں
اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي الېكټرانك مېډيا چېنلز د بېلا بېلو ستونزو سره مخ دي ، دا يوازينے فورم دے كوم چې ضابطه اخلاق لري ٬ اليكټرانك ميډيا ته د پېښو چېلنجونو مخنيوي او د دې پرمختګ له به ټولو همكارانو له په ګډه اقدامات كول وي۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د قامي اسمبلۍ د غړو ضمني پوښتنو په جواب كښې وفاقي وزير ووئيل حکومت د نجی ټی وی چېنلز بقایا جات ادائيګۍ لپاره اقدامات كوي دغسې چې مېډيا ادارې خپلو ملازمينو ته په وخت تنخاګانې وركړې شي۔ ده ووئيل پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ (پی آئی ډی) كښې يو مخصوص سېل جوړ كړے شوے كوم چې د بقايا جات صورتحال نګراني او ميډيا ادارو سره رابطه كښې لري دغسې چې د ادائيګو عمل آسان كړے شي۔ ده ووئيل د حكومت هڅه ده چې د روان مالي كال ختمېدو څخه وړاندې د نورو ادائيګو يوه برخه جاري كړې شي دغسې چې په مېديا ادارو مالي فشار كم شي او ملازمينو ته تنخاګانې په وخت وركړې شي۔ وفاقي وزير ووئيل د پوليو مخنيوي كمپائن ، ډیجیټل والټ كمپائن یا د اولسي اهميت نورو چارو سره اړوند د پوهې كمپائنز لپاره اشتهارونه جاري كول د حكومت ذمه واري ده۔ په دې اړه ټولو وزارتونو ، ډویژنز ، خودمختاره ادارو او نورو ادارو ته تفصيلات وركړې شوي دي چې په كوم كوم مد كښې اشتهارونه جاري كړې شوي دي۔ وفاقی وزیر ووئيل ټاپ ٬ مډ ټېئر او تھرډ ټېئر چېنلز ته د رېټنګ له مخې ادائيګۍ كولې شي۔ ده ووئيل كال 2024 څخه تر 2026 په مهال د ټولو وزارتونو ، ډویژنز او سرکاری ادارو ادائيګۍ او بل مهمات كه شامل كړې شي نو په مجموعي توګه د 8 بلين روپو رقم جوړيږي ٬ بياهم ځينې چېنلز دريځ لري چې دا رقم دې نور هم زيات كړے شي۔ وفاقی وزیر ووئيل ټول چېنلز ټېكس ادا كوي او د پېمرا د قاعدو او ضابطو پابندي هم كوي۔ دغسې هغه اېف بی آر، نورو رېګولېټري ادارو او د اطلاعات وزارت ته ځواب وركوونكي دي۔ وفاقي وزير د ميډيا وركرز د مسئلو ذكر كولو سره ووئيل د ملازمينو چاره يوه مهمه مسئله ده۔ ده د ځينو ميډيا ادارو لخوا مثبت ګامونه ستائېلو سره ووئيل سنو نیوز ځينې ملازمين بيا بحال كړې دي او نن آج نيوز ځينې بقايا جات هم ادا كړي دي په دې يۍ مننه كوو۔ ده ووئيل الېکټرانک مېډيا په هېواد كښې يو ذمه وار صحافت ته ورده وركړې ده او د دې څانګې به نور هم ملاتړكول وي۔ ده ووئيل د مېډيا وركرز تحفظ له به متفقه تګلاره وضه كولې شي۔ ده ووئيل پي ټي وي د مالي نظم وضبط د لارې د فیفا ورلډ كپ نشرياتي حقونه ترلاسه كړل او د خبره د وياړ وړ ده چې دې ايونټ كښې كارېدونكي فټ بالز په سيالكوټ كښې جوړ كړې شوي۔ ده ووئيل د الېكټرانك مېډيا پرمختګ په قامي ګټه كښې دے او د دې څانګې بهترۍ له نورو اصلاحاتو ته اړتيا ده۔(







