د نړيوالو چېنلجونو ، سېلاب او سيمه ايز تاؤ تريخوالي باوجود پاكستان 3.7 فیصد معاشی نمو ترلاسه كړه : د خزانې وفاقي وزير اورنګزېب

  اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاکستان د نړيوال تجارت غېر يقيني وضعې ، تباهي كوونكو سېلابونو ٬ د منځني ختيز بحران او د سيمه ايز تاؤ تريخوالي په څير  د لويو چېلنجونو باوجود په مالي كال 2025-26   په مهال د 3.7 فیصد د مجموعي قامي پېداوار (جی ډی پی) شرح نمو ترلاسه كولو سره د معاشي استحكام او پياوړتيا څرګندونه …

 

اسلام آباد۔11جون(اے پی پی) د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر اورنګزېب وئيلي دي پاکستان د نړيوال تجارت غېر يقيني وضعې ، تباهي كوونكو سېلابونو ٬ د منځني ختيز بحران او د سيمه ايز تاؤ تريخوالي په څير  د لويو چېلنجونو باوجود په مالي كال 2025-26   په مهال د 3.7 فیصد د مجموعي قامي پېداوار (جی ډی پی) شرح نمو ترلاسه كولو سره د معاشي استحكام او پياوړتيا څرګندونه كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ دلته د قامي اقتصادی سروے 2025-26 وړاندې كولو په مهال وكړه۔ په دې موقعه د منصوبه بندۍ وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال ٬ د اطلاعات وفاقي وزير عطاء الله تارړ او د خزانې وزير مملكت بلال اظهر کیانی په شمول د اېف بي آر چيئرمېن ٬ فنانس سېكرټري ٬ د اقتصادي چارو ډويژن سېكرټري او اعلی چارواكي هم موجود وو۔ د خزانې وزير ووئيل د تېرو څو كلونو په مهال پاكستان معاشي ستونزو څخه په وتلو  د پرمختګ په لاره روان شوے دے۔ كال 2023ﺀ كښې د هېواد معيشت په 0.2 فیصد ولاړ پاتي ؤ۔ دغې څخه وروستو په كال 2024ء كښې 2.6 فیصد او 2025ء كښې 3.2 فیصد شرح نمو ترلاسه شوه۔ د روان مالي كال په مهال دا شرح په زياتېدو 3.7 فیصد ته ورسېده او دا په تېرو څلورو كلونو كښې تر ټولو لوړه كچه ده۔ ده ووئيل د پاكستان د معيشت حجم په تاريخ كښې په اولني ځل 126.9 کھرب روپو  يا 452.1 ارب ډالر ته رسېدلے دے۔ سړي سر آمدن 1,751 ډالر څخه په زياتېدو 1,901 ډالر ته رسېدلے دے۔ وفاقي وزير ووئيل زرعې څانګه د سېلاب د لاسه زيان سره مخ شوې خو د دې باوجود يۍ 2.89 فیصد نمو ترلاسه كړې۔ ده ووئيل د كركيلې څانګې مجموعي پېداوار كښې د لائيو سټاك برخه نزدې 60 فيصد ده او دا څانګه د معيشت په استحكام كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل صنعتي څانګې 3.51 فیصد پرمختګ كړے۔ په اېل اېس اېم كښې 6.11 فیصد ښكاره اضافه ريكارډ كړې شوه۔ ده ووئيل په 22 صنعتي څانګو كښې 16 مثبت كاركردګي ښودلې۔ د سېمنټ په طلب كښې 10 فیصد، د سرې كھپت كښې 17 فیصد او د ګاډو خرڅولو كښې 31 فیصد زياتوالے ريكارډ كړے شوے۔ دغسې د پېټرولم مصنوعات او موبائل فون كارولو كښې ښكاره اضافه ليدلې شوې۔ د خزانې وفاقي وزير ووئيل د خدمات څانګه د هېواد د معيشت تر ټولو لويه برخه ده او د دې برخه په مجموعي قامي پېداوار كښې 58 فيصد څخه زياته ده۔ دې څانګې سږ كال 4.09 فیصد ترقي كړې۔ د اطلاعات او مواصلات څانګه كښې 7.52 فیصد ښكاره شرح نمو ريكارډ كړې شوه۔ ده ووئيل مجموعی حکومتی آمدن 10.7 فیصد زياتوالي سره وورستو 14.8 کھرب روپو ته ورسېده او د فېډرل بورډ آف ريونيو په وصولو كښې هم ښكاره زياتوالے وليدلے شو۔ ده ووئيل په سودی ادائیګو كښې 23 فیصد کمے راغلے۔ د افراط زر په اړه د خزانې وفاقي وزير ووئيل په ټول كال كښې د ګرانۍ شرح په مجموعي توګه قابو ساتلې شوې او د جولائي څخه تر اپرېل اوسط ګراني 6.2 فیصد ريكارډ كړې شوې بياهم په منځني ختيز كښې د تاؤ تريخوالي او په نړيواله منډۍ كښې د تېلو بيعو كښې د زياتوالي د لاسه څو مياشتې فشار رامخې ته شو۔ ده ووئيل جولائی څخه تر مارچ مياشتې روانه كھاته 7 کروړه 20 لكه ډالر سرپلس پاتې شوه او بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو ترسيلات زر 8.2 فیصد زياتېدو سره 30.3 ارب ډالر ته ورسېدل۔ ده ووئيل د مارچ 2026ء تر پايې د زرمبادله زېرمې 21.8 ارب ډالر شوې چې ورسره د شرح مبادله  استحكام په ځاې ساتلو له مرسته ترلاسه شوه۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان سټاک اېکسچېنج هم غوره كاركردګي وښودله او د کے اېس ای-100 انډېکس كښې 18.4 فیصد اضافه ريكارډ كړې شوه۔ وفاقي وزير ووئيل آئي سي ټي برآمدات څخه ترلاسه شوي ترسیلات 19.7 فیصد اضافې سره 3.38 ارب ډالر ته ورسېدل او د فري لانسنګ د لارې ترلاسه شوې برآمدي آمدن 51 فیصد زياتېدو څخه وروستو 856 ملین ډالر ته ورسېده۔دغسې د فائیو جی سپېکټرم كاميابې نيلامۍ څخه نزدې 510 ملین ډالر ترلاسه شول۔ ده ووئيل د لوستې شرح په زياتېدو 63 فيصد شوه او په سكولونو كښې د حاضرۍ شرح 67 فیصد ته رسېدلې ده۔ سكول څخه د بهر كوچنيانو شمېره كمه شوې ده۔ اوسط عمر په زياتېدو  67.8 كاله او د حفاظتی ټيكه جات کورېج 73 فیصد ته رسېدلے دے۔ ده ووئېل د مالي كال په مهال غریب دوست اخراجات 4.66 کھرب روپۍ ته رسېدلې دي او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام په شمول د بېلو خېر ښیګړې منصوبو د لارې د بې وزلو او مستحقو طبقو مرسته روانه ساتلې شوې۔ د موسمياتي بدلون خطرو ذكر كولو سره وفاقي وزير ووئيل پاكستان په نړيوال كاربن اخراج كښې د يو فيصد څخه هم د كمې برخې لرلو باوجود تر ټولو زياتو ځپلو شوو هېوادونو كښې شامل دے۔ ده ووئيل د كال 2025ء سېلابونو د لاسه 822 اربه څخه د زياتو روپو زيان وشو او د لكھونو په شمېر وګري وځپلې شول۔وفاقي وزير ووئيل حكومت به معاشی استحکام په ځاے ساتلو ٬ برآمدات زياتولو ٬ سرمايه كاري زياتولو ٬ پېداواري صلاحيت ته ودې وركولو ٬ د روزګار موقعې رامخې ته كولو او د اولس د ژوند معيار ښه كولو له اصلاحاتي عمل دوامداره ساتي دغسې چې راتلونكو كلونو كښې پاكستان د تلپاتې او بشپړ معاشي پرمختګ هدفونه سر كړې شي

مزید خبریں