د حكومت تر ټولو اولنۍ ترجيح دفاعي ضرورتونه ترسره كول دي

APP75-13 ISLAMABAD: October 13 - Federal Minister for Finance, Senator Muhammad Ishaq Dar in a meeting with Air Chief Marshal Sohail Aman. APP

د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د پاك ھوائي ځواك مشر مارشل سهيل امان سره خبرې
اسلام آباد۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي حكومت د دفاعي ضرورياتو ترسره كولو ته تر ټولو اول پام كوي۔ د پاك هوائي ځواك پشه ور صلاحيت او د هېواد ټېكنالوجۍ سره سره هوائي ځواك نوي جوړولو له د حكومت ګامونه د ستائنې وړ دي۔ ده د زيارت په ورځ د پاك هوائي ځواك مشر سهيل امان سره خبرې كولې۔ په دې مهال ده ضرب عضب عملياتو كښې د پاك پوځ د كردار هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل حكومت هوائي ځواك ته د قدر په سترګه ګوري او په فوري بنيادونو به ددې حاجتونه ترسره كړي۔ ملاقات كښې د پاك فضائيه نور اعلی چارواكي هم موجود وو