مقبوضه بيت لمقدس 13 اکتوبر (اے پی پی) په مقبوضه بيت المقدس كښې د اسرائيلي پوځ په ډزو كښې يو فلسطينې ځوان شهيد شوے دے۔ د مېډيا راپورونو له مخې اسرائيلي عسكرو په بيت المقدس كښې په سلوان سيمه كښې يو فلسطينې ځوان شهيد كړے۔ په نښته كښې 5 فلسطينيان ژوبل شوي هم دي۔ له بلې خوا پوځ په شمالي بيت الحم كښې د كډوالو د عايده كېمپ څخه 6 فلسطيني ماشومان تښتولي دي۔