په ختيز افغانستان كښې د امريكې په ډرون بريدونو كښې د داعش نور 20 غړي مړه او په جلال آباد كښې په بمي چاودنه كښې پنځه تنه ژوبل شوي

كابل 10 اکتوبر (اے پی پی) په ختيز افغانستان كښې د امريكې په ډرون بريدونو كښې د داعش نور 20 غړي مړه او په جلال آباد كښې په بمي چاودنه كښې پنځه تنه ژوبل شوي۔د افغانستان ځايې مېډيا له مخې وړومبې ډرون بريد د ننګرهار ولايت په نازيان ولسوالۍ كښې شوې چې پكښې د دې وسله والې ډلې 8 غړي وژل شوي۔دوهم بريد په آچين ولسوالۍ كښې شوې او په ګښې د داعش 12 غړي وژل شوي۔يوه ورځ وړاندې په دې سيمو كښې د داعش 34 غړي وژل شوي وو۔له بلې خوا د ننګر هار ولايت په سرښار جلال آباد كښې په بمي چاودنه كښې د دريو پوليس اهلكارو پشمول پنځه تنه ژوبل شوي كوم چې روغتون ته رسول شوي۔په كابل ګرديز لويه لار په ټرافېكي پېښه كښې 7 تنه مړه شوي۔په پېښه كښې 9 مسافر ژوبل شوي هم دي