ماسكو 10 اکتوبر (اے پی پی)د روسيې خارجه وزير سرګئ لاروف وئېلي دي چې د امريكائي اقداماتو په نتيجه كښې د روسيې قامي سلامتيا لپاره خطر پېدا شوې۔د روسيې ريا خبري اژانس له مخې د روسي خارجه وزير په يو بيان كښې وئېلي دي چې د روسيې په اړه د امريكې په پالېسۍ كښې روس فيوبيا مركزي حېثيت لري او مونږ پھ دې لړ كښې يو بنيادي بدلون ليدلې۔ده ووئيل چې د امريكې د جارحانه اقداماتو په نتيجه كښی زمونږ قامي سلامتيا لپاره خطر پېدا شوې