واشنګټن 10 اکتوبر (اے پی پی) امريكې په مقبوضه بېت المقدس كښې په اسرائيلي وګړو د بريد سخته غندنه وكړه۔په دې بريد كښې دوه اسرائيلي وګړي مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔د امريكې مېديا له مخې د خارجه محكمې مرستيال وياند مارك ټونر پھ يو بيان كښې ووئيل چې مونږ د وژل شويو كسانو كورنيو سره غمرازي كوو او د ژوبل شويو روغتيا لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كوو۔وياند ووئيل چې د بې ګناه وګړو ژوند اخستل هېڅ جواز نه لري