د سعودي ارب پتي په پاکستاني نژاد امريكائي وګړي ټورنټو هوټل خرڅ كړو

اوټاوہ 03 اکتوبر (اے پي پي) د سعودي ارب پتي په پاکستاني نژاد امريكائي وګړي شاهد خان ټورنټو هوټل خرڅ كړې دې ۔ د ګل په ورځ د خليج ټائمز له مخې د سعودي ارب پتي شهزاده الولید بن طلال كمپنۍ ټورنټو كښې خپل فور سېريز هوټل په پاكستاني نژاد امريكائي وګړي شاهد خان په 170 مېليونه ډالره خرڅ كړې۔ د سعودي شاهي هولډنګ کمپنۍ وئيلي دي هوټل د ګاډو د پرزو (آټو پارټس) كار كوٶنكي پاكستانې كاروباري شخصيت او د انګلش پرېمیئر لیګ کلب خاوند شاهد خان باندې په 225 مېلیونه د كاناډا ډالرو په حساب خرڅ كړې شوې ۔ شهزاده الولید خپل بيان كښې وئيلي د هوټل ملكيت به په خوشحالۍ شاهد خان ته منتقل كولې شي۔