د ننګرهار والي سليم خان قندوزي د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړه

كابل 03 اكتوبر (اے پی پی) د ننګرهار والي سليم خان قندوزي د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړې ده ۔ د افغان مېډيا راپور له مخې د ننګرهار والي وياند عطاﺀ الله خوګياني د هغه د استعفٰی وركولو تصديق كړی خو هغه پھ دې اړه تفصيلات ونه وئېل شول ۔سليم خان قندوزي د ولايت دريم والي دے څوك چې د خپلې چوكۍ څخه ماستعفي وركوي۔د دې نه وړاندې ګل آغا شېرزئي او عطاﺀ الله لودين هم د خپلو چوكو څخه استعفٰی وركړی وه۔سليم خان قندوزي خپل ټول تعليم پاكستان كښې ترلاسه كړې او هغه د زرعي پوهنتون فېصل آباد څخه ګريجوېشن كړی دې