
واشنګټن 20 ستمبر(اے پي پي) د امريكې اولس مشر باراك اوباما وئيلي دي بايد نړۍ ومني چې د عالمګیریت قواو مونږ يو ځائ كړې يو او دوي د خطرې سبب هم دي ۔ د امريكائي اولس مشر په حېث د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د خپلې آئيني مودې د پائې وېنا كښې اوباما ووئيل مېنځني ختيز كښې د ضابطې بنياد نړېدلے دے٬ زمونږ ټولنې د غېر يقينۍ صورتحال او بې ارآمۍ سره مخ دي۔ ده ووئيل مونږ وينو چې زيات حكومتونه د خبريالانو غږ كينوي٬ د رائيو اختلاف نه زغملې كېږي او اطلاعات ته په رسنه قدغنونه لګولې شي٬ اوباما ووئېل د ځوانانو په ذهن وار كيږي٬ ښكاره اقدار لرونكو ټولنو لپاره خطرې پېدا كولې شي٬ ده ووئېل د كډوالو او د مسلمانانو په ضد ناسمه خبرو لپاره ترهه ګر نېټ ورك سماجي ميډيا كاروي۔ ده ووئيل طاقتور هېوادونه د نړيوالو قوانينو له مخې د رامخې ته شوېو خنډانو مقابله كوي٬ دا ھغه اپوټه خبره ده چې نن زمونږ نړۍ بدلوي۔ اولس مشر اوباما ووئيل نن په دې هال كښې د حكومتونو ھغه نمائندګان ناست دې چا چې د سوريې په شخړه كښې شهري آبادي نظر انداز كړې ٬ سهولت كار جوړ شول٬ روپې ئې وركړې او يا بيا د دوي په ضد د كوونكو خلاف ورزيو برخه وګرځېدل ۔ ده وئيل ګڼ شمېر ډلو بې ګناه وګړي ووژل او نور خو ئې لا څه چې په دې كار كښې د سوريه حكومت تر ټولو زيات ككړ دے۔