د سټېټ بانك پشمول ټولې مالیاتی ادارې به د لوئ اختر په لړ كښې نن څخه تر شورو ورځ څلور ورځو له بندې وي

اسلام آباد 11 ستمبر(اے پی پی )د پاکستان سټېټ بانك، سټېټ بانك بینکنګ سروسز آف پاکستان پشمول ټول شیډولډ بانكونه اومالیاتی ادارې به د لوئ اختر په مهال نن د اتوار ورځې څخه تر شورو ورځې 4 ورځو له بندې وي۔ د پاكستان سټېټ بانك لخوا جارې شوي اعلامیه كښې وئيلي شوي چې د پاكستان حکومت د لوئ اختر په مهال 12 نه تر 14 ستمبر د درې ورځو عامې رخصتۍ اعلان کړې دے دغسې 11 ستمبر د اتوار ورځ د اوونيزې رخصتۍ په سوب د سټېټ بانك پشمول ټول کمرشل او شیډولډ بانكونه او مالیاتی ادارې به تر 14 ستمبر د شورو ورځې بندې وي۔