اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ دلته د ايندھن تحفظ او د كفايت شعارۍ اضافي اقداماتو نګرانۍ او عملدرآمد سره د اړوندې كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د بېلو وزارتونو او ډويژنز لخوا دكفايت شعارۍ ځينې اقدامات څخه استثنا ترلاسه كولو له د وړاندې كړې شوې خواستونو …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې د كفايت شعارۍ كمېټۍ غونډه ، د مهمو پرېكړو منظوري
اسلام آباد۔10جون(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ دلته د ايندھن تحفظ او د كفايت شعارۍ اضافي اقداماتو نګرانۍ او عملدرآمد سره د اړوندې كمېټۍ غونډې مشري وكړه۔ د نائب وزیراعظم آفس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د بېلو وزارتونو او ډويژنز لخوا دكفايت شعارۍ ځينې اقدامات څخه استثنا ترلاسه كولو له د وړاندې كړې شوې خواستونو جاج واغستے شو او په دې اړه سفارشاتو ته حتمي شكل وركړے شو۔ په غونډه كښې دا هم پرېكړه وكړې شوه چې اولسي آسانۍ پام كښې نيولو سره خارجه وزارت او په كوئټه ٬ كراچۍ ٬ پېښور ٬ ګجرات او لاهور كښې ددې دفترونو كښې به د قونصلر تصديق خذمات د جمعې په ورځ هم جاري ساتلې شي۔ كمېټۍ سپارښتنه وكړه چې هغه اضافی کفایت شعاری اقدامات د كومو معياد چې په 13 جون 2026 ختمېدونكے دے هغې ته دې تر 30 جون 2026 پراختيا وركړې شي۔ په غونډه كښې دا هم پرېكړه وكړې شوه چې د ګروسري او كريانه اسټورز كاروباري وختونه پراخا كولو سره دې د خالي او اتوار شپې په شمول ټوله اونۍ د شپې تر 10 بجې د دې د پرانستې پاتې كېدو اجازه وركړې شي۔ په غونډه كښې د پټروليم ٬ موسمياتي بدلون او د آئي ټي وټېلي كام وفاقي وزيرانو٬ د وزيراعظم د خزانې خاص مرستيال ٬ د نائب وزير خاص مرستيال ٬ د كابينې سېكترانو او د اړوندو وزارتونو او ډويژنز نورو مشرانو چارواكو ګډون وكړو۔










