وزیراعظم محمد شهباز شریف د بلوچستان بسیمه  ضلع كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کامیاب کارروائی امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

  اسلام آباد 09 جون  (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بلوچستان بسیمه ضلعې په نآل سيمه كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کامیاب کارروائی امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د نهي په ورځ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم په دې کارروائی كښې د فتنه الهندوستان 14 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې …

 

اسلام آباد 09 جون  (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بلوچستان بسیمه ضلعې په نآل سيمه كښې د فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په کامیاب کارروائی امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د نهي په ورځ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم په دې کارروائی كښې د فتنه الهندوستان 14 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔ وزیراعظم د دې کارروائی په مهال په مړانه مقابله کولو سره شهيد شوي د پاك پوځ لانس حوالدار محمد عباس ته هم پيرزوئنې وړاندې كړي۔ده د شهید محمد عباس کورنۍ سره غمرازي كولو سره د هغه لوړو درجو له دعا وكړه۔ وزیراعظم ووئيل عزم استحکام ترمخه امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ په ضد لوئ كاميابۍ ترلاسه كوي۔ وزیراعظم د هېواد څخه د هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو له د حكومت د عزم څرګندونه هم وكړه

مزید خبریں