د قامي اسمبلۍ غونډه٬سږ كال د رېټائر كېدونكو افسرانو او اهلكارو تفصيلات په وېب پاڼه اچولې شوي۔ شېخ آفتاب احمد

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئېلي دي چې سږ كال د رېټائر كېدونكو افسرانو او اهلكارو تفصيلات په وېب پاڼه اچولې شوي٬د پنشن وركولو لپاره د نورو بانكونو څخه د آسانيو په تجويز غور روان دے۔ د شورو په روځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د نفيسه عنايت الله خټك د پوښتنې په ځواب شېخ آفتاب …

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د پارلماني چارو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد وئېلي دي چې سږ كال د رېټائر كېدونكو افسرانو او اهلكارو تفصيلات په وېب پاڼه اچولې شوي٬د پنشن وركولو لپاره د نورو بانكونو څخه د آسانيو په تجويز غور روان دے۔ د شورو په روځ په قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د نفيسه عنايت الله خټك د پوښتنې په ځواب شېخ آفتاب احمد ووئيل د پنشن كيسونو مسئلو او د وزارت د سركاري ملازمانو ګيلې ختمولو له د پارلماني چارو په وزارت كښې يو پنشنرز سېل جوړ كړی شوې۔دا خپلواكه سېل دے۔د روان مالي كال په مهال رېټائر كېدونكو افسرانو او اهلكارو فهرست د وزارت په وېب پاڼه اپ لوډ كړی شوې٬پنشن به د نېشنل بانك او پوسټ آفسز د لارې وركولې شي۔

مزید خبریں