فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان ملاقات٬صنعتي پرمختګ٬سرمايه كارۍ او اقتصادي هلو ځلو ودې چارو په اره د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 09 جون (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان ملاقات كړی٬د پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو مركزي سېكرټري نديم افضل چن او د خېبرپښتونخوا د هلال احمر چيئرمېن  فرزند علي وزير هم په ملاقات كښې موجود و۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د صنعتي پرمختګ٬سرمايه كارۍ او اقتصادي هلو ځلو ودې چارو په اړه تفصيلي …

 

اسلام آباد 09 جون (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي سره د وزيراعظم د صنعت او پېداوار خاص مرستيال هارون اختر خان ملاقات كړی٬د پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو مركزي سېكرټري نديم افضل چن او د خېبرپښتونخوا د هلال احمر چيئرمېن  فرزند علي وزير هم په ملاقات كښې موجود و۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د صنعتي پرمختګ٬سرمايه كارۍ او اقتصادي هلو ځلو ودې چارو په اړه تفصيلي خيالاتو څرګندونه كړې۔د نهې په ورځ ګورنر آفس لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال خېبرپښتونخوا كښې روانو او مجوزه صنعتي پروژو٬خاص اقتصادي زونز٬وړوكې او مينځنۍ درجې كاروباري ودې٬روزګار موقعې پیدا كولو او ځايې صنعت په جديد خطوط استوار كولو په اړه خبرې اترې كړي۔په دې موقع ګورنر فيصل كريم كنډي ووئيل چې خېبرپښتونخوا د قدرتي وسائل٬معدنيات٬زرعي پېداوار ا جغرافيائي اهميت اعتبار سره سرمايه كارۍ پراخا موقعې لري۔ملاقات كښې رشكئي اكنامك زون په اړه مسئلو پشمول صوبې بيل اقتصادي زونز كار استعداد زياتولو٬نوې سرمايه كارۍ راوستلو او برآمدات كښې اضافې په اړه ګڼ شمېر تجاويز هم غور كړی۔

مزید خبریں