اسلام آباد 09 جون (اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوچۍ اينډ ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي د هېواد په معيشت كښې د سيالكوټ برآمدات 10 فيصده برخه لري٬نېشنل انكيوبيشن سنټر صنعتونو ته پېښ چېلنجونه تر نظر ساتلو سره خپل خذمات وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ موبي لنك او نېشنل انكيوبيشن سنټر سيالكوټ ترمينځه مفاهمت په يادښت لاس ليك دستورې ته …
د هېواد په معيشت كښې د سيالكوټ برآمدات 10 فيصده برخه لري۔شزه فاطمه خواجه

مزید خبریں
اسلام آباد 09 جون (اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوچۍ اينډ ټيلي كميونيكېشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه وئېلي دي د هېواد په معيشت كښې د سيالكوټ برآمدات 10 فيصده برخه لري٬نېشنل انكيوبيشن سنټر صنعتونو ته پېښ چېلنجونه تر نظر ساتلو سره خپل خذمات وړاندې كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د نهې په ورځ موبي لنك او نېشنل انكيوبيشن سنټر سيالكوټ ترمينځه مفاهمت په يادښت لاس ليك دستورې ته وينا په مهال كړې۔د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه دا پروژه د پرمختګ په لحاظ سره يو ښه آپشن ګرځولې دے۔دې ووئيل چې نېشنل انكيوبيشن سنټر په هېواد كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ پرمختګ او وده كښې مهم كردار ترسره كوي۔د حېدرآباد نېشنل انكيوبيشن سنټر يو ارب 20 كروړه روپۍ آمدن ترلاسه كړې۔دې ووئيل چې د سيالكوټ صنعت ډېر فعاله او متحرك دے٬د پاكستان مجموعي برآمدات كښې د سيالكوټ برخه 10 فيصد ده كوم چې د هېواد معيشت كښې مهم كردار ادا كوي۔شزه فاطمه وئېلي دي چې دا مهال دا مهمه معامله ده چې مصنوعي ذهانت په دور كښې نړيوال آټو انډسټري سره څنګه مسابقت په ځاې وساتلې شي٬حكومت كاروباري ادارو ته د انفارمېشن ټيكنالوجۍ پشمول جديد ټېكنالوجۍ وركړې لپاره هر ممكنه مرسته وركوي۔نېشنل انكيوبيشن سنټر له به صنعتونو ته رامخې ته شوې چېلنجونه په نظر كښې نيولو سره خپل خذمات وړاندې كول وي۔










