
اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي پاكستان آئي ټي سېكټر كښې د پرمختګ پلو روان دے٬حكومت هېواد كښې تهري جي او فور جي معرفي كړې دي ٬دريو كلونو كښې د لوړو زده كړو كميسون بجټ يو په دوه كړې شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې پھ ورځ د پاكستان سټارټ آف كپ 2016 دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئېل پاكستان آئي ټي كښې پرمختګ كوي ۔ده ووئيل د هېواد په ټولو ضلعو كښې به د پوهنتونونو څانګې جوړولې شي۔ده ووئيل تېر وخت كښې د سياسي عدم استحكام او پالېسيو نشت والي په اړه هېواد پرمختګ نه دې كړې خو نن پاكستان د پرمختګ پلو روان دے۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه د پاكستان پرمختګ له كار كول وي