اسلام آباد 06 ستمبر(اے پي پي) سېنېټ د دفاع ورځې پھ اړه قرارداد منظور كړے كوم كښې چې د 1965 جنګ په مهال د پاك پوځ مړانې او قربانيو ته پیرزوئنې وړاندې كړی شوې دي ۔د نهې پھ ورځ د سېنېت غونډې په مهال د حكومتي ډلې مشر راجه ظفر الحق دا قرارداد ايوان ته وړاندې كړو۔قرارداد كښې وئېلي شوي دا اېوان د هېواد دفاع لپاره د وسله وال ځواكونو قربانيو او مړانې ته پیرزوئنې وړاندې كوي۔پھ دې ورځ دښمن په پاكستان بريد كړے خو ټول قام يو موټې كېدو سره د دښمن عزائم ناكامه كړي۔د قام د اړخه د يو والي څرګندونه شوې او دا زمونږ د اولس د جذبې عكاسي كوي۔د دې څخه دا سبق اخستې كېږي چې قام يو موټے دے او دوي له ماتې نه شي وركړی كېدې۔د 1965 جنګ مهمه وجه د كشمير مسئله وه چرته چې اوس هم كشميريان د خپل حق خود اراديت لپاره هلې ځلې كوي۔قرارداد كښې مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم پھ اړه د افسوس څرګندونې سره وئېلي شوي د پاكستان سېنېټ به پھ سيمه كښې امن او استحكام له د پاك پوځ ملاتړ روان ساتي او دغسې سېنېټ قرارداد منظور كړو