دوه اړخيزه تجارت زياتولو له دې د ټېكسټائل٬زرعي مشينرۍ٬فارماسيوټيكل په اړه مرسته زياته كړی شې

APP69-06 ISLAMABAD: September 06 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif and President of Senegal Macky Sall one-on-one meeting at PM House. APP

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف سينيګال سره دوه اړخيزه تجارت زياتولو له د ټېكسټائل٬زرعي مشينري٬فارماسيوټيكل په اړه د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړې۔د نهې پھ ورځ وزيراعظم هاؤس كښې د سينيګال اولس مشر مكي سال سره يو په يو ملاقات په مهال وزيراعظم محمد نواز شريف كلن دوه اړخيزه تجارت اوسنې حجم 30.469 ملينه ډالره ته د رسولو پھ حاجت زور راوړو۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل سينيګال دې د پاكستان پراډكس پشمول د سرمنی او انجينئرنګ سامان څخه ګټھ پورته كړي۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې د تجارت وزير په مشرۍ كښې يو تجارتي او سرمايه كاري پلاوې د سينيګال دوره كولې شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان په سينيګال كښې د يو پاكستاني بانك پرانستو جاج هم اخلي۔دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت او سرمايه كارۍ له آسانۍ ترلاسه شي۔ده تېر كال نيويارك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په موقع د سينيګال اولس مشر مكي سال سره د خپلو ملاقاتونو ذكر وكړو چرته چې دواړه لارښود بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته سلا شوي وو۔وزيراعظم محمد نواز شريف كال 17-2016 لپاره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل غېر مستقل غړې جوړیدو په لړ كښې د سينيګال په ټاكلے كېدو د سينيګال اولس مشر له مباركي وركړه۔ده هيله څرګنده كړه چې سينيګال به د اسلامي هېوادونو د ګټې تحفظ او ودې له فعاله كردار ترسره كوي۔وزيراعظم په سينيګال 2012 كښې د ټول ټاكنو نه پس د جمهوريت په باوري كولو سينيګال د اولس مشر ستائنه وكړه او د سيمې مسئلو هواري له يې د هغه د مثبت كردار ذكر وكړو۔وزيراعظم محمد نواز شريف اسلام آباد كښې د سينيګال سفارت پرانستو په لړ كښې د سينيګال د اولس مشر د پريكړې هركلے وكړو۔ده ووئيل دې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته لا مستحكمه شي۔دواړو هېوادونو د دفاع په لړ كښې د مرستې جاج هم واخست۔