
اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي د پاکستان او افغانستان ترمينځه پھ پوله ايزو سيمو دواړو اړخو ته مېشته كسانو له به د خپلوانو سره ملاقات لپاره پھ تږ راتږ د بائیو میټرک سسټم ترمخه پيژندګلي ضروري وي ٬ په پوله به نور انټری پوائنټس جوړولې شي ٬ كه مونږ د افغانستان سره بارډر مینجمنټ پېل نه كړو نو د ضرب عضب عملياتو او د نېشنل ایکشن پلان هيڅ ګټه به په لاس رانشي ۔ د ګل پھ ورځ قامی اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د ساجدہ احمد د پوښتنې په ځواب سرتاج عزیز ووئيل د پاکستان او افغانستان ترمينځه پوله 2600 کلو میټره اوږده ده كومه چې غير محفوظه ده٬ ده ووئېل د 40 نه تر 50 زره وګړي د ورځې پھ دې پوله اوړي راوړي۔ د افغانستان د مخالفت باوجود مونږ 37 میټره پخپل حد دننه دروازه لګولې ۔ ده ووئېل د 01 جون څخه نوې سسټم پيل شوے ۔ په طورخم كښې د دروازې لګولو سره سره اوس مونږ پھ چمن او نورو ځايونو دروازې لګوو۔ ده ووئېل د پولې دواړه اړخه مېشته خلق د خپلوانو سره ملاقات له تلے راتلې شي خو پھ هغوي به نورو سيمو ته د تللو بنديز وي۔ ده ووئيل كه مونږ د افغانستان سره بارډر مینجمنټ پېل نكړو نو د ضرب عضب عملياتو او د نېشنل ایکشن پلان هيڅ ګټه به په لاس رانشي ٬ده ووئېل د پاکستان او افغانستان ترمينځه پھ پوله ايزو سيمو دواړه اړخو ته مېشته كسانو له به د خپلوانو سره ملاقات لپاره پھ تږ راتږ د بائیو میټرک سسټم ترمخه پيژندګلو ضروري وي ۔