د پاكستان او رومانيه اړيكې په شريك احترام اډانه دي۔ اولس مشر ممنون حسېن

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان او رومانيه اړيكې په شريك احترام اډانه دي او دواړه هېوادونه پھ زياتو نړيوالو چارو يو ډول خيالات لري۔ ده دا خبره د رومانيه موده پوره كونكي سفير ايملين آئن سره د نهې پھ ورځ د ملاقات پھ مهال وكړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د اروپائي ائتلاف پھ تناظر كښې رومانيه سره خپلې اړيكې مهمې …

اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د پاكستان او رومانيه اړيكې په شريك احترام اډانه دي او دواړه هېوادونه پھ زياتو نړيوالو چارو يو ډول خيالات لري۔ ده دا خبره د رومانيه موده پوره كونكي سفير ايملين آئن سره د نهې پھ ورځ د ملاقات پھ مهال وكړه۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د اروپائي ائتلاف پھ تناظر كښې رومانيه سره خپلې اړيكې مهمې ګني۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د اعلٰی كچ ې پلاوو تګ راتګ ته اړتيا ده دغسې چې اوسنۍ اړيكې مخ پھ وړاندې بوتلې شي۔ ده ووئيل چې اوسنې تجارتي حجم د صلاحيت څخه كم دے كوم چې زياتېدې شي۔ اولس مشر د دواړو هېوادونو اړيكې ښه كولو كښې پھ هڅو كولو د رومانيه د سفير كردار وستائېلو۔ د رومانيه موده پوره كونكي سفير د خپلې مودې په مهال پھ مرسته كولو د پاكستاني حكومت مننه وكړه۔