اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د پاکستان او ازبکستان شريك تاريخ و كلتوري ورثې رامخې ته كولو په حاجت زور راوړے۔ ده د ګل په ورځ ملاقات لپاره راغلي د ازبکستان سفير علي شير تختيوف سره خبرې اترې كولې۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه ميډيا، فلم او كلتوري مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ …
د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاء تارړ سره د ازبکستان سفير علي شير تختيوف وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ د پاکستان او ازبکستان شريك تاريخ و كلتوري ورثې رامخې ته كولو په حاجت زور راوړے۔ ده د ګل په ورځ ملاقات لپاره راغلي د ازبکستان سفير علي شير تختيوف سره خبرې اترې كولې۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه ميډيا، فلم او كلتوري مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د ازبکستان سفير په منطقه كښې امن په ځاې كولو او اسلام آباد امن مذاکرات كښې د پاکستان کردار او هڅي وستايلي۔ په دې موقع په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاکستان ازبکستان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔ده ووئيل ازبکستان سره په ګډه په مختصر فلم، دستاويزي فلم يا د ډرامه سيريز په آپشنز غور روان دے، د دې نوعيت منصوبو لپاره تجربه لرونكو پروډکشن ادارو شموليت ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير د پاکستان او ازبکستان د ګډ تاريخ او كلتوري ورثې په رامخې ته كولو زور راوړو، دې مقصد لپاره دواړه اړخه د سوشل ميډيا ډلو ترمينځه رابطو ته
په وده وركولو،ډيجيټل مواد جوړولو او كوټلي آن لائن تشهيري تګلاري خپلولو ته سلا شول ۔ وفاقي وزير ووئيل د پاکستان او ازبکستان د ميډيا ادارو ترمينځه همكاري به لا زياتولې شي،په دې لړ كښې د دواړه اړخونو خبريالانو مطالعاتي دورے به مهم پيشرفت ثابت شي۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه كلتوري او ميډيا اړيكو له د نوي اړخ وركولو د عزم پخلے وكړو۔(اے پي پي/ص ف/وا/1809)










