اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د اعلیٰ پايې يوې غونډي مشري وكړه چې پكښې د آټو او آټو پارټس پاليسۍ جاج واخستلې شو او په خاص توګه په پاکستان كښې د الېکټرك ګاډو (EVs) منتقلۍ عمل تندولو ته پام لرنه وشوه۔ د ګل په ورځ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې کمېټۍ ته الېکټرك …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه، د آټو او آټو پارټس پاليسۍ مسودې له حتمي شکل وركولو لپاره ذيلي کمېټي جوړه شوه
اسلام آباد 08 جون (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د اعلیٰ پايې يوې غونډي مشري وكړه چې پكښې د آټو او آټو پارټس پاليسۍ جاج واخستلې شو او په خاص توګه په پاکستان كښې د الېکټرك ګاډو (EVs) منتقلۍ عمل تندولو ته پام لرنه وشوه۔ د ګل په ورځ د نائب وزيراعظم آفس د اړخه جاري شوې بيان له مخې کمېټۍ ته الېکټرك ګاډو (EVs) ته د ودې وركولو، ځائې مېنوفېکچرنګ قوي كولو، معاون حکومتي پاليسيو د لارې د صنعت پرمختګ آسانولو،د روزګار نوي موقعو پيدا كولو، برآمدات زياتولو او پاکستان كښې د موسمياتي بدلونونو اثرات کمولو په هڅو كښې د برخي اخستلو اقدامات په اړه بريفنګ وركړے شو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د يو داسې مسابقتي، جديد او كوټلي آټوموټو ايكو سسټم پرمختګ په اهميت زور راوړو كوم چې اقتصادي پرمختګ له سهارا وركړي، صنعتي صلاحيت زياتولو، هنرمند ملازمتونه پيدا كولو او د سباؤن ضرورياتو سره همغږي لرونكي آټوموټو سېکټر د لارې ماحولياتي پائيدارۍ ته وده وركړي۔ يو كوټلې او مشاورتي تګلاره باوري كولو له د ټول سټيك هولډرز مشاورت سره د جاج اخستلو او پاليسي مسودے له حتمي شکل وركولو لپاره يوه ذيلي کمېټي جوړه شوه۔په غونډه كښې د توان وزير،د پټروليم او موسمياتي بدلون وزير ،د صنعت و پېداوار لپاره د وزيراعظم صلاحكار، د خزاني او رېلوے وزير مملکت ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، کامرس، صنعت و پېداوار او پټروليم سېکرټريز، نېشنل کوآرډينيټر اين سي ايم سي ، اړوندو وزارتونو اعليٰ چارواكو او نوموړو پاليسي پوهانو او د اقتصاديات پوهانو ګډون وكړو








