تركيه كښې د جمهوريت حكومت تخته اپوټه كولو هڅه نړيوالو لارښودو وغندله
انقرہ ۔ 16 جولائی (اے پی پی) تركيه كښې د جمهوري حكومت تخته اپوټه كولو هڅې په مهال د تشدد پېښو په نتيجه كښې 104 باغي عسكر ٬ 41 پوليس اهلكار او د 47 عام وګړو په شمول 194 تنه مړه ٬ 1154 ژوبل شوي۔ 200 باغي عسكرو وسله غورځولې۔ بلخوا صدارتي مانړۍ ته د ننوتلو هڅه كوؤنكو13 ياغيانو عسكرو په شمول 1563پوځيان نيولې شوي دي۔ د ترك اولس مشر ملاتړ كوؤنكي پوځ د استنبول اتاترك هوائي مېدان كنټرول سنبھال كړے چرته چې د خالي په سهار د رجب طيب اردګان الوتكه كوز شوه۔ تركيه كښې د جمهوريت حكومت تخته اپوټه كولو هڅه نړيوالو لارښودو غندلو سره زر تر زره د جمهوريت بحالولو په حاجت زور راوړو۔ د ميډيا راپورونو ترمخه د تركيه پوځ لنډ مهاله سرلښكر اميد دندار خپل يو بيان كښې ووئيل 104 ياغي عسكر وژل شوي دي او د پوځي بغاوت هڅې په نتيجه كشې د رامخې ته شويو تشدد پېښو كښې 41 پولیس اهلکار او د 47 عام وګړو په شمول 90 نور كسان شهيد شوي دي۔ د يوې پوځي ډلې لخوا د مارشل لاء اعلان څخه وروستو په خاص توګه انقره او استنبول كښې د اولس مشر رجب طیب اردګان پلويان لارو ته راووتل۔