پاكستان د ماحولياتي تنزلۍ له امله بشري او معاشي زيان سره مخ دے ، اجتماعی عزم او همكاري په دې چېلنجونو د قابو موندلو يوازينے حل دے ، وزيراعظم شهباز شريف

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف نړيوالې ورورلۍ سره  په غږ يو كولو د زمكې تحفظ له د خپل عزم پخلي سره وئيلي پاكستان د هغه هېوادونو په صف كښې تر ټولو وړاندې دے كوم چې په نړيواله كچه ماحولياتي مضر اثراتو كښې د لږې برخې لرلو باجود موسمياتي بدلون زيات ځپلي دي٬ پاكستان د ماحولياتي تنزلۍ له امله بشري او معاشي زيان سره مخ دے ، اجتماعی …

اسلام آباد۔5جون(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف نړيوالې ورورلۍ سره  په غږ يو كولو د زمكې تحفظ له د خپل عزم پخلي سره وئيلي پاكستان د هغه هېوادونو په صف كښې تر ټولو وړاندې دے كوم چې په نړيواله كچه ماحولياتي مضر اثراتو كښې د لږې برخې لرلو باجود موسمياتي بدلون زيات ځپلي دي٬ پاكستان د ماحولياتي تنزلۍ له امله بشري او معاشي زيان سره مخ دے ، اجتماعی عزم او همكاري په دې چېلنجونو د قابو موندلو يوازينې حل دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د ماحوليات نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې وزيراعظم وويل د نړيوالو قامو شرېكې هڅې او مؤثره همكارۍ سره ماحول دوسته سباؤن باوري كېدے شي۔سږ كال د دې سرخط’’موسمیاتی اقدامات‘‘ دا حقيقت په مؤثر توګه په ګوته كوي چې ماحولياتي تحفظ لپاره نړيواله عملي همكاري ضروري ده۔ ده ووئيل تباهي كوونكې سېلابونه ٬ اوږده اوچ كالي ٬ سخته ګرمي ٬ د ګلېشيئر ويلې كېدل ٬ د اوبو كمے او فضائي خيرنوالې د دې ثبوت دے چې موسمیاتی بدلون يوازې اندېښنې نه بلكې يو تريخ حقيقت دے كوم چې په ګرده نړۍ كښې د لكھونو په شمېر خلكو ژوند اغېزمند كوي۔ ده ووئيل حكومت د ماحولياتي نظام بحالۍ له په وده وركونكو پالېسيو كار كوي۔ ده ووئيل زمونږ د ځوان كول صلاحيتونه ٬ توان او اختراعي سوچ به يو محفوظ او  په موسمياتي توګه مضبوط پاكستان تشكيلولو كښې بنيادي كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل زه نن هر يو وګړي ته غږ كوم چې هغه موسمياتي استحكام او د ماحولياتي تحفظ ذمه واري خپله قومي فريضه وګڼي۔ ده ووئيل په دې ورځ به مونږ له دا لوظ كول وي چې په اجتماعي كچه به ماحول دوست ژوند خپلوو۔ په خاص توګه د اوبو او توان وسائلو تحفظ ٬ بوټو نالول ٬ د ځنګي ژوند تحفظ زمونږ قومي ترجيحات دي۔ وزیراعظم ووئيل راځۍ چې په شريك عزم سره يو ماحول دوسته او موسمياتي لحاظ سره مستحكم پاكستان جوړ كړو دغسې چې زمونږ راتلونكي نسلونه يو غوره او تلپاتي سباؤن څخه استفاده وكړے شي۔