واشنګټن 14 جولائي(اے پي پي)د امريكې خارجه وزير جان كېري وئېلي دي امريكا لس زره د سوريې او عراق كډوالو ته هركلې وائي۔واشنګټن كښې د پرېس كنفرنس په مهال د امريكې خارجه وزير ووئيل د دوهم لويې جنګ څخه وروستو نړۍ د كډوالو سنګين ترين بشري بحران سره مخ ده او د سوريې٬عراق او نورو هېوادونو څخه په لوئب شمېره خلق د خپلو كورونو په پرېښودوو مجبوره شوي۔۔ده د اولس مشر اهداف اعلانولو سره ووئېل د دې مالي كال په مهال امريكا لس زره د سوريې كډوالو ته هركلې وائي۔ده ووئيل د سوريې كورنۍ جنګ پېل كېدو نه تراوسه امريكې د بشري همدردۍ په بنياد 5.1 اربه ډالره مرسته سورئې له وركړې او په دې لړ كښې نوره 43 كروړه 90 لكه ډالره مرسته وركوي