واشنګټن ۔ 14 جولائی (اے پی پی) په ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ قابو موندلو لپاره د پاكستان مرسته د امريكې قامي ګټې تر مخه ده۔ دا خبره د امريكې د خارجه څانګې وياند مارك ټونر امريكائي سناتور جان مېك كين د پاكستان اوسنۍ دورې او كانګرېس كمېټۍ كښې د خپل بيان په اړه د پرېس بريفېنګ په مهال وكړه۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په سوب لوئے زيان زغملے او امريكا باور لري چې پاكستان د هغه ترهه ګرو په ضد كومو څخه چې د هېواد استحكام ته خطر دے په ضد به ګامونه پورته كړي۔ پاكستان د ترهه ګرو پټ ځايونه ختمولو له په زړه پورې پېشرفت كړے۔ وياند د ټولو عسكريت خوښو په ضد د كاروائۍ كولو په حاجت زور راوړلو سره د پاك پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف هغه بيان هم خوشبينه وګرځولو كوم كښې چې هغه قانون نافذ كوؤنكو ادارو ته د پاكستان خاوره ترهه ګرۍ لپاره د نه كارېدو او د ترهه ګرو محفوظه ځايونه ختمول له امر كړے ؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د كشمير په حقله د امريكې پالېسۍ كښې هېڅ بدلون نه دې راغلے او امريكا د دې مسئلې حل له د پاكستان او هند ترمينځھ د خبرو اترو كولو خوښي لري