اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو مرکزي کردار لپاره د پاكستان د تل پاتي ملاتړ او ګڼ اړخيزه نظام لپاره د غېر متزلزل عزم پخلے كړے دے۔ دا خبره ده د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل چوكۍ كانديدې لانا نصيبه سره په ملاقات كښې كړې۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل د چوكۍ امېدوارې لانا نصيبه وليدل، په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو مرکزي کردار لپاره د پاكستان تل پاتي ملاتړ له د عزم پخلے
اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو مرکزي کردار لپاره د پاكستان د تل پاتي ملاتړ او ګڼ اړخيزه نظام لپاره د غېر متزلزل عزم پخلے كړے دے۔ دا خبره ده د ملګرو ملتونو د سيکرټري جنرل چوكۍ كانديدې لانا نصيبه سره په ملاقات كښې كړې۔ د نهې په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په نړيوالو چارو كښې د ملګرو ملتونو مرکزي کردار لپاره د پاكستان د تل پاتي ملاتړ او ګڼ اړخيزه نظام لپاره د غېر متزلزل عزم پخلي كولو سره د دې عزم څرګندونه هم وكړه چې پاكستان به د ملګرو ملتونو د منشور و مقاصد او اصولو ملاتړ روان ساتي۔ ده د نړيوال قانون او نړيوالو لوظنامو د پالنې باوري كولو په ضرورت زور راوړلو په خاص توګه د فلسطين او د هند د تسلط لاندې د جمو و کشمير شخړو په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په قراردادونو د عملدرآمد په اهميت رڼا واچوله۔ نائب وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې د ملګرو ملتونو راتلونكې سيکرټري جنرل به نړيوال امن و سلامتيا، پرمختګ او د بشري حقونو په درې بنيادي څانګو كښې د ملګرو ملتونو کردار مؤثر او په متوازن ډول لا مضبوطولو لپارهګامونه واخلي۔











