نيويارك ۔ 17 نومبر( اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے د غزه په ډېره ودانۍ لرونكو سيمو د اسرائيل فضائي بريدونه د وګرو او د بشري خواخوږۍ په بنياد د كار كوونكو كاركنانو ژوند د خطر سره مخ كوي٬ دغسې د داروګانو او ضريري طبي سامان سخت كمے دے۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري رابطې چارو دفتر (او سي ايچ …
په غزہ د اسرائیل فضائي بريدونه، د داروګانو د كمي له امله وګري او مرستياله كاركنان د خطر سره مخ دي ، د ملګرو ملتونو خبردارے
نيويارك ۔ 17 نومبر( اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے د غزه په ډېره ودانۍ لرونكو سيمو د اسرائيل فضائي بريدونه د وګرو او د بشري خواخوږۍ په بنياد د كار كوونكو كاركنانو ژوند د خطر سره مخ كوي٬ دغسې د داروګانو او ضريري طبي سامان سخت كمے دے۔ د امارت نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د ملګرو ملتونو د بشري رابطې چارو دفتر (او سي ايچ اے ) تېره ورځ جاري بيان كښې ووئېل د اتوار په ورځ اسرائيل په رفع كښې د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې د اېندهن په روانه قافله ډېر نزدې فضائي بريد وكړو۔او سي ايچ اے د ملګرو ملتونو د عملې او د هغوي په اېندهن وړونكو ګاډو د دېر نزدې نه په بريد ٬ په خاص توګه په اېندهن وړونكو ګاډو سره نزدې په بريد اندیښنې ښكار كولو سره ووئېل دغسې كاروائۍ د مرستې كاركنان د نه برداشت كوونكو سره خطرو سره مخ كوي۔په بيان كښې زور راوړلے شو چې د وګړو بشمول د بشري خواخوږۍ د كاركنانو په هر حال كښې تحفظ باوري كول غواړي۔ د روغتيا څانګې كښې كار كوونكو شراكت دارو خبر وركړے دے چې په ټولو داروګانو كښې نزدې 42 فيصد ختم شوي دي ۔ د كيمو تهراپي لپاره ضروري داروګانو كښې نزدې 55 فيصد نشته ٬ دغسې د اوپن هارټ سرجرۍ او د كارډېك كيتهېټرائزېشن لپاره پكار طبي سامان كښې هم نزدې 73 فيصد ختم شوے دے۔










