كوالامپور ۔ 17 نومبر (اے پي پي)د ملېزيا وزيراعظم انور ابراهيم په ملګرو ملتونو زور راوړے دے چې هغوي پراخه او جرات لرونكې اصلاحات معارفي كړي جې پكښې د سلامتي كونسل د مستقل غړو ويټو پاور د اختيار خاتمه هم شامله ده ٬ كوم چې د ډېرې مودې نه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د منصفانه او موثر پرېكړې نه ايساروي ۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه هغه …
د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په موجوده ډهانچه كښې جامع بدلون ته اړتيا ده ٬ د ملېزيا وزيراعظم

مزید خبریں
كوالامپور ۔ 17 نومبر (اے پي پي)د ملېزيا وزيراعظم انور ابراهيم په ملګرو ملتونو زور راوړے دے چې هغوي پراخه او جرات لرونكې اصلاحات معارفي كړي جې پكښې د سلامتي كونسل د مستقل غړو ويټو پاور د اختيار خاتمه هم شامله ده ٬ كوم چې د ډېرې مودې نه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د منصفانه او موثر پرېكړې نه ايساروي ۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه هغه د فلپائن پايه تخت منيلا كښې تابيا 16 م د آسيان ۔ د ملګړو ملتونو په مشرۍ كښې غونډې ته خطاب كښې ووئېل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په شته ډهانچه كښې د جامع بدلون ضرورت دے ٬ دغسې چې نړيواله اداره خپل افاديت برقرار اوساتي۔ او د لويو قواؤ د مفادات د بندېز نه غېر په بشري بحرانونو او نړيوالو شخړو كښې موثر كردار ادا كړي۔ هغه د آسيان او ملګرو ملتونو په ګده تګلارې 2026۔30 باندې هم رڼا واچوله۔هغه زور راوړو چې د دې منصوبې يوازې تر اعلانات محدود ساتلو په ځائے دا په عملي ګامونو په خاص توګه په ماحول دوسته او د ډېجېټل پرمختګ ودې پشمول د موسمياتي بدلونونو اغيزو مقابلې صلاحيت زياتولو او د تل پاتي پرمختګ اهداف سر كولو دې بدل كړے شي۔










