د غیرملکې طلبه او خبريالانو د استوګنې موده  محدود کولو اقدام غیر قانوني دے، د امریکا عدالت

نیویارک ۔17نومبر  (اے پي پي)د امریکې عدالت  د   ټرمپ انتظامیه هغه پالیسي کالعدم ګرځولې ده   د كومې تر مخه چې غیر ملکي طلبه او  خبريالانو لپاره په هېواد كښې  د تعلیم په تر لاسه كولو  او د كار  په موده لا سخت بندېزونه لګولې شول ۔  د اے ایف پي تر مخه  د ضلعې عدالت جج ډینس سیلر د مقدمې خارج کولو لپاره  خپل ليكلي  امر كښې ووئېل دا پالیسي …

نیویارک ۔17نومبر  (اے پي پي)د امریکې عدالت  د   ټرمپ انتظامیه هغه پالیسي کالعدم ګرځولې ده   د كومې تر مخه چې غیر ملکي طلبه او  خبريالانو لپاره په هېواد كښې  د تعلیم په تر لاسه كولو  او د كار  په موده لا سخت بندېزونه لګولې شول ۔  د اے ایف پي تر مخه  د ضلعې عدالت جج ډینس سیلر د مقدمې خارج کولو لپاره  خپل ليكلي  امر كښې ووئېل دا پالیسي د خپلې خوښې پرېكړې، غیر معقول طرزِ عمل، د اختیار ناجائزه كارولو  او د نورو  حوالو تر مخه د  قانون خلاف ده   ۔ د ویزے دا نوي ضوابط ستمبر كښې نافذ العمل وو خو جج سیلر په عارضي توګه  په دغې  عمل درآمد ايسار كړے ؤ۔   د ټرمپ انتظامیې د دې پرېكړې خلاف د وړاندې نه اعلیٰ عدالت كښې اپیل كړے دے ۔د عدالت دا پرېكړه  د داسې  يوې مقدمې په نتیجه كښې رامخې ته شوې ده چې پكښې د  ویزا بندېزونه چیلنج کړے شوي وو ۔ دا  مقدمه پوهنتونونو ، استاذانو او  د خبريالانو  نمائندګي كوونكو  د مختلف تنظیمونو  اتحاد د  داخلي  سلامتیا محكمې  (ډي ایچ ایس) خلاف دائر کړې وه  ۔ خپل  حکم كښې  جج سیلر په  بنیادی  توګه د دې خبرې جاج اغستے دے  چې د ویزے نوې پالیسي نړيوال طلبه باندې څه رنګه اغيز پرېباسي ۔جج  ووئېل  په ښكاره ټكو دې ووئېلے شي چې د داخلي سلامتیا محكمه په  اصل كښې د داسې  فعاليتونو مخ نيوي كول غواړي د كومو اجازه چې  او د دې  ودې لپاره  کانګریس اقدامات کړې وو ، یعني غیر ملکي طلبه ته د تعلیم موقعې وركول۔