د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د بنګله دېش د سول سروس لوړ پوړو  ملاقات

  اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پاكستان په دوره راغلي د بنګله دېش سول سروس افسرانو پلاوي د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د بنګله دېش هائي كمشنر اېم ډی اقبال حسېن خان هم موجود ؤ۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري  بيان له مخې سپيكر د بنګله دېش پلاوي ته پارليمنټ هاؤس كښې هركلے اووې۔ …

 

اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د پاكستان په دوره راغلي د بنګله دېش سول سروس افسرانو پلاوي د نهې په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د بنګله دېش هائي كمشنر اېم ډی اقبال حسېن خان هم موجود ؤ۔ د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ لخوا د جاري  بيان له مخې سپيكر د بنګله دېش پلاوي ته پارليمنټ هاؤس كښې هركلے اووې۔ پلاوي سره خبرو كښې سپيكر سردار اياز صادق ووئيل د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه تاریخی، كلتوري او د ورورولۍ اړيكې موجود دي۔ د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمينځه د مينې ٬ ورورولۍ او قربت ژورې جذبې موندلې شي او په ولسي كچه دا اړيكې د دواړو هېوادونو ترمينځه ملګرتيا لا پياوړې كولو له بنياد برابروي۔ سپیکر بنګله دېشي پلاوي ته د پاكستان د پارليماني نظام ٬ د قامي اسمبلۍ تشكيل ٬ د قانون سازۍ پړاؤونو او د پارليماني چارو تګلارې په اړه بريفنګ وركړو۔ سپيكر د بنګله دېش خپلې دورې ذكر كولو سره ووئيل د وزیراعظم په امر زه د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضياﺀ د جنازې مونځ كښې ګډون له تللے ووم۔ په دغه مهال چې د بنګله دېش اولس لخوا ما كومه مينه او اخلاص وليدلو په ټكو بيانېدے نه شي۔ سپيكر ووئيل د پهلګام فالس فلېګ پېښې څخه وروستو د پاكستان سلامتيا او خپلواكي چېلنج كړه شوه  او بيا پاكستان په مئي 2025 كښې د هند د يرغل مؤثر او بشپړ ځواب وركړو۔ ده ووئيل د پاكستان او بنګله دېش سول سروس افسرانو پلاويو تبادلې سره به دواړو هېوادونو ته د يو بل انتظامي تجربو او اداره جاتي تګلارې څخه د استفادې كولو موقعې په لاس ورشي۔ د بنګله دېش هائي كمشنر اېم ډی اقبال حسین خان د پلاوي په هركلي  او مېلمستيا د قامي اسمبلۍ سپيكر مننه وكړه۔ ده د پاكستان او بنګله دېش ترمينځه د ملګرتيا اړيكې لا پراخه كولو او په بېلو څانګو كښې همكارۍ ته د ودې وركولو  د عزم پخلے وكړو۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه رابطې مضبوطولو له په پارليماني او رسمي كچه د تبادلو او ملاقاتونو لړۍ بايد روانه اوساتلې شي۔ بنګله دېشي پلاوي د پاكستان پارليماني نظام ٬  د قانون سازۍ عمل او د قامي اسمبلۍ بېلو څانګو په كاركردګۍ كښې ژوره خوښي ښكاره كړه۔ د پلاوي غړو د سپيكر لخوا بنګله دېشي اولس لپاره د خېر سګالۍ او ورورولۍ جذبې ستائنې كولو سره دا هيله څرګنده كړه چې د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې به سباؤن كښې لا پياوړې او پراخه شي۔

مزید خبریں