په يمن كښې د بې كوره وګړو شمېره  3 لاكهه 40  زره نه زياته شوه ٬ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔ 17 نومبر (اے پي پي)  په يمن كښې د روانو نښتو له امله د بې كوره شوو كسانو شمېره  د 3 لاكه 40 زره   نه زياته شوې ده٬   چې پكښې نزدې  په دريو كښې د دوو  تعلق د تعز ولايت څخه دے۔ ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې په تشدد كښې د زياتوالي او د تګ راتګ  په مهمو  لارو  د بندېزونو له امله بشري بحران  لا …

ملګري ملتونه ۔ 17 نومبر (اے پي پي)  په يمن كښې د روانو نښتو له امله د بې كوره شوو كسانو شمېره  د 3 لاكه 40 زره   نه زياته شوې ده٬   چې پكښې نزدې  په دريو كښې د دوو  تعلق د تعز ولايت څخه دے۔ ملګرو ملتونو خبردارے وركړے دے چې په تشدد كښې د زياتوالي او د تګ راتګ  په مهمو  لارو  د بندېزونو له امله بشري بحران  لا سنګين كېږي۔  د شنهوا تر مخه  د ملګرو ملتونو د بشري حقونو  دفتر ووئېل  د اګست د پېل  نه تر اوسه د وګرو مرګونو  او د ژوبل كېدو  د 300 نه زياتو پیښو تصديق شوے دے  چې پكښې د 70 نه زيات كسان  په حق رسېدلي   او په مړو شوو كښې نيم په نيمه كوچنيان دي۔ د ملګرو ملتونو تر مخه دا شمېرې د اصل ځاني زيان نه ډېرې لږې ګرځېدې شي۔  د ملګرو ملتونو ادارې (آئې او ايم )  تر مخه په بې كوره شوو  كښې په دريو كښې د دوو تعلق د تعز ولايت څخه دے ٬ دغسې د تګ راتګ په مهمو  لارو د بندېزونو له امله  ځپلو سيمو ته  د مرستې رسنه هم ځپلې كېدو اندیښنه ده۔   د ملګرو ملتونو د بشري چارو  دفتر (اوچا)  تر مخه د ستونزو  باوجود  ملګرو ملتونو او د دوي همكاره ادارو خپلې هلې ځلې روانې ساتلې دي  او تر اوسه 2 لاكه 70 زره نه  زياتو بې كوره شوو ته بيړنۍ مرسته  او دغسې د 2 لاكهه 2 زره نه زياتو كسانو ته  نغده مالي مرسته وركرې شوې  ده۔