وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري د 13 كلنې فاطمه اصغر په ناوړه مرګ د غم دړد څرګندونه وكړه٬ د ماشومانو په تحفظ زور

  اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري په اسلام آباد كښې د 13 كلنې فاطمه اصغر په ناوړه مرګ د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چې دا ډول پېښې د نه قبلېدو وړ دي او زمونږ په ټولنه كښې د دې ګنجائش نشته۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې آصفه بهټو زرداري …

 

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وړومبۍ مېرمن آصفه بھټو زرداري په اسلام آباد كښې د 13 كلنې فاطمه اصغر په ناوړه مرګ د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چې دا ډول پېښې د نه قبلېدو وړ دي او زمونږ په ټولنه كښې د دې ګنجائش نشته۔ د نهې په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې آصفه بهټو زرداري ووئيل چې په يو ماشوم تشدد، بدسلوکي يا د استحصال په نښه كول پكار نه دي٬ هر ماشوم ته د دوي د سماجي يا معاشي حالاتو نه قطع نظر تحفظ، عزت و وقار او د سلامتيا حق ترلاسه دے۔ دې دا خبره په ګوته كړه چې اسلام آباد كښې په ماشومانو د ملازمت كولو په حواله څلور كاله وړاندې د نافذ كړې شوي قانون له مخې په يو ماشوم د كورني ملازم په توګه كار نشي كولې٬ هر څو كه مور پلار ئې د كار كولو اجازه ولې نه وي وركړې۔ دې د پېښې د حقائقو تعين كولو او ذمه وار د قانون له مخې انصاف سره مخ كولو لپاره جامع، غېر جانبدارانه او د سپېځلې تحقيقاتو مطالبه كولو سره په دې خبره زور راوړو چې د فاطمه اصغر د مرګ او حالات و واقعاتو دې د وېرې او رعايت نه غېر جاج واخستې شي او په دانصاف دې په هېڅ صورت كښې دې سمجهوته ونه كړې شي۔ وړومبۍ مېرمن د فاطمه اصغر كورنۍ سره د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د ارواښادې لوړو درجو او د غمژنې كورنۍ زغم لپاره دعا وكړه۔

مزید خبریں