اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د اسلام آباد په حدود كښې د پراختيا دا مهال كومه خبره زما په علم كښې نشته دغسې د وفاقي پايه تخت ماسټر پلان جامعه جاج اخستلے كيږي،د ایکسپریس وے پراختيا منصوبه راروانو 60 ورځو كښې د بشپړولو هڅه كوو،د سپارکو تازہ راپور له مخې په اسلام آباد كښې شجرکارۍ كښې 28 فیصده …
د اسلام آباد ماسټر پلان جاج اخستلے كيږي،د ایکسپریس وے پراختيا منصوبه په دوو مياشتو كښې بشپړول دي ، د اسلام آباد شجرکارۍ كښې 28 فیصد زياتوالے راغلے۔ محسن نقوي
اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي د اسلام آباد په حدود كښې د پراختيا دا مهال كومه خبره زما په علم كښې نشته دغسې د وفاقي پايه تخت ماسټر پلان جامعه جاج اخستلے كيږي،د ایکسپریس وے پراختيا منصوبه راروانو 60 ورځو كښې د بشپړولو هڅه كوو،د سپارکو تازہ راپور له مخې په اسلام آباد كښې شجرکارۍ كښې 28 فیصده زياتوالے راغلے،د ډي آئي جي په كور كښې رامخې ته شوي پېښې پلټنو كښې به پولیس د كوم فشار یا لچك مظاهرہ نه كوي۔د اسلام آباد ایکسپریس وے پراختيا منصوبې دورې په موقع ميډيا سره خبرو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل د ښار په ماسټر پلان بيا نظر ثانۍ کولو سره دا كتلے كيږي چې چرته چرته سهولیات ته اړتيا ده۔ده ووئيل د سپارکو رپورټ راغلے چې له د 01 جنوري 2025ء نه تر اوسه په اسلام آباد كښې شجرکارۍ كښې 28 فیصده زياتوالے ريكارډ شوے او اوس هغه سيمو ته پام لرنه كيږي چې د اوونو شميره كمه ده، ده ووئېل د ایکسپریس وے دواړو اړخو ته د ’’نیو بلیو ایریا‘‘ او دنګو ودانيو جوړولو په اړه ده ووئيل د دې منصوبې په قانونی اړخونو كار روان دے او د بشپړ وركنګ نه بس به دې ته حتمی شکل وركولې شي۔د ایکسپریس وے پراختيا منصوبې تفصیلات كښې ده ووئيل په 30 اکتوبر د سوئی ګیس پائپ لائنز منتقل كولو نه پس اوس كار په تندۍ سره روان دے، دا منصوبه راروان كال تر جون بشپړيدل دي، خو حکومت هڅه كوي چې 60 ورځو كښې تر سره كړې شي۔ محسن نقوي ووئيل اسلام آباد كښې په عدالتي اسټے آرډرز د چليدونكو غیر قانونی لارو اډو معامله اوس په ريكارډ راغلې او د هغې په ضد به كاروائي كولې شي۔










