اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې د سموګ مخنيوي او په فضائي خيرنوالي كښې د كمي اقدامات په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې پرېكړه وشوه چې د فټنس او ايميشن ټيسټنګ نه غېر د ګاډو په اسلام آباد كښې داخله به بندولې شي او د ماحولياتي قوانين په خلاف ورزۍ به …
د وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې غونډه٬ په اسلام آباد كښې د فټنس او ايميشن ټيسټنګ نه غېر د ګاډو په داخلېدو د بندېز پرېكړه
اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير مملکت طلال چوهدري په مشرۍ كښې په اسلام آباد كښې د سموګ مخنيوي او په فضائي خيرنوالي كښې د كمي اقدامات په اړه د جاج اغستو غونډه وشوه چې پكښې پرېكړه وشوه چې د فټنس او ايميشن ټيسټنګ نه غېر د ګاډو په اسلام آباد كښې داخله به بندولې شي او د ماحولياتي قوانين په خلاف ورزۍ به مقدمې درج كولو سره سره جرمانې لګولې شي۔ په غونده كښې په اسلام آباد كښې د سموګ د موجوده صورتحال، ايئر کوالټي انډيکس او په فضائي خيرنوالي قابو موندلو لپاره د روانو اقداماتو تفصيلي جاج واخستلے شو۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول سږ كال په اكتوبر او نومبر كښې د اسلام آباد ايئر کوالټي انډيکس د تېر كال د دومره مودې په مقابل كښې ښه دے۔ په غونډه كښې د خبرو په مهال طلال چوهدري ووئيل وفاقي وزير محسن نقوي په اسلام آباد كښې د سموګ مخنيوي اقدامات او په دې عملدرامد د ټول عمل نګراني كوي۔ ده واضحه كړه چې د ښختو بهټۍ او د صنعتي يونټس په ضد به هم سخته كارروائي كولي شي او د ماحولياتي قوانين خلاف ورزي كوٶنكو په ضد به اېف آئي آر درج كولو پشمول هېڅ قسمه رعايت نه كېږي۔ طلال چوهدري په دې خبره زور راوړو چې د سموګ مخ نيوي او د فضائي معيار كښې ښه والي لپاره د وګړو مرسته ډېره مهمه ده او اولس له به په دې لړ كښې خپل ذمه وار كردار لوبول وي۔ په غونډه كښې ايډيشنل ډپټي کمشنرز جنرل و ريونيو، اېس اېس پي آپريشنز، چيف ټريفک آفيسر، ډائريکټر انوائرمنټل پروټيکشن ايجنسي، ډائريکټر ايکسائز او نورو اړوند چارواكو ګډون وكړو










