د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په موجوده ډهانچه كښې  جامع بدلون ته اړتيا ده ٬ د ملېزيا وزيراعظم

كوالامپور ۔ 17 نومبر (اے پي پي)د ملېزيا وزيراعظم انور ابراهيم  په ملګرو ملتونو زور راوړے دے چې هغوي پراخه او جرات لرونكې اصلاحات معارفي كړي جې پكښې د سلامتي كونسل د مستقل غړو ويټو پاور د اختيار خاتمه هم شامله ده ٬ كوم چې د ډېرې مودې  نه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل  د منصفانه او موثر پرېكړې نه ايساروي ۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام  تر مخه  هغه …

كوالامپور ۔ 17 نومبر (اے پي پي)د ملېزيا وزيراعظم انور ابراهيم  په ملګرو ملتونو زور راوړے دے چې هغوي پراخه او جرات لرونكې اصلاحات معارفي كړي جې پكښې د سلامتي كونسل د مستقل غړو ويټو پاور د اختيار خاتمه هم شامله ده ٬ كوم چې د ډېرې مودې  نه د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل  د منصفانه او موثر پرېكړې نه ايساروي ۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام  تر مخه  هغه د فلپائن پايه تخت منيلا كښې تابيا 16 م د آسيان ۔ د ملګړو ملتونو  په مشرۍ كښې غونډې ته خطاب كښې ووئېل  د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په شته ډهانچه كښې د جامع بدلون ضرورت دے ٬ دغسې چې نړيواله اداره خپل افاديت برقرار اوساتي۔ او د لويو قواؤ  د مفادات د بندېز نه غېر په بشري بحرانونو او نړيوالو شخړو كښې موثر كردار ادا كړي۔ هغه د آسيان  او ملګرو ملتونو په ګده تګلارې  2026۔30 باندې هم رڼا واچوله۔هغه زور راوړو  چې د دې منصوبې يوازې تر اعلانات محدود ساتلو په ځائے دا په عملي ګامونو په خاص توګه په ماحول دوسته  او د ډېجېټل پرمختګ  ودې پشمول  د موسمياتي بدلونونو اغيزو مقابلې صلاحيت زياتولو  او د  تل پاتي  پرمختګ اهداف سر كولو دې بدل كړے شي۔