اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د ترکمانستان د تجارت و خارجه اقتصادي اړيكو وزير دورګلي سليمانوف په اسلام آباد كښې وليدل ٬ دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ودې،سيمه ايزو رابطو زياتولو او تر منډيانو آسانې رسنې بشمول په کاروباري مرستې زياتولو ګامونو د خيالاتو څړګندونه وكړه۔د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د ترکمانستان وزير هركلي كولو سره …
د تجارت وفاقي وزير سره د ترکمانستان د تجارت و خارجه اقتصادي اړيكو وزير وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان سره د ترکمانستان د تجارت و خارجه اقتصادي اړيكو وزير دورګلي سليمانوف په اسلام آباد كښې وليدل ٬ دوي د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت ودې،سيمه ايزو رابطو زياتولو او تر منډيانو آسانې رسنې بشمول په کاروباري مرستې زياتولو ګامونو د خيالاتو څړګندونه وكړه۔د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د ترکمانستان وزير هركلي كولو سره ووئيل د دواړو هېوادونو قوي دوه اړخيزه اړيكي په نړيوالي تجارتي شراکت دارۍ بدلولو ته اړتيا ده،په خاص توګه ټيکسټائل، زراعت، فوډ پروسيسنګ، صنعتي پيداوار او ترسيل په څانګو كښې د مرستي پراخه موقعې شته۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه د کاروباري پلاويو تګ راتګ ستائيلو سره د سرمايه كارۍ نوو موقعو په ګوته كولو او د عمل وړ تجارتي انتظامات جوړولو لپاره د پرله پسې رابطې برقراره ساتلو په حاجت زور راوړو۔وفاقي وزير هيله څړګنده كړه چې راروانه د شريك بين الحکومتي کمېشن غونډه به تجارتي سهولت کارۍ، تګ راتګ،تر منډيانو رسني او د شخصي څانګي رابطو زياتولو لپاره عملي مرسته مخ په وړاندې بوتللو كښې مرستياله وګرځي۔دواړو خارجه وزيرانو د پاکستان او ترکمانستان اقتصادي اړيكو لا مستحکمولو او اداره جاتي رابطو زياتولو او د سيمه ايزو رابطو د لارې تجارت زياتولو له د عزم پخلے وكړو










