پاکستان او بنګله دېش د شريكي  سرمايه کارۍ ، صنعتي مرستي او تجارتي شراکت دارۍ پراخه موقعو څخه ګټه پورته كولې شي۔د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان

اسلام آباد 17 نومبر  (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه تجارتي، اقتصادي او سرمايه کارۍ اړيكو لا مستحکمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي  د دواړه هېوادونه د شريكي سرمايه کارۍ، صنعتي مرستي او تجارتي شراکت دارۍ پراخه موقعو څخه ګټه پورته كولې شي،دې مقصد لپاره د ترجيحي يا خپلواكې تجارتي  لوظنامې د امکانات جاج هم اخستلے كيدے شي۔د …

اسلام آباد 17 نومبر  (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د پاکستان او بنګله دېش ترمينځه تجارتي، اقتصادي او سرمايه کارۍ اړيكو لا مستحکمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي  د دواړه هېوادونه د شريكي سرمايه کارۍ، صنعتي مرستي او تجارتي شراکت دارۍ پراخه موقعو څخه ګټه پورته كولې شي،دې مقصد لپاره د ترجيحي يا خپلواكې تجارتي  لوظنامې د امکانات جاج هم اخستلے كيدے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهي په ورځ ايګزيکټو ليډرشپ ټريننګ پروګرام كښې د بنګله دېش اعلیٰ سرکاري افسرانو ته وينا كښې وكړه ۔ دستوره كښې د پاکستان سينئربيوروکريټس او اعلیٰ سرکاري چارواكو ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل د دوه اړخيزه تجارت ودې لپاره شريك ورکنګ ګروپ جوړول او فزيبلټي اسټډيز مهم کردار ترسره كولې شي۔ پاکستان   د خپل 5 كلنه ټيرف اصلاحاتي فريم ورك ترمخه کسټمز ډيوټيز كښې  د وخت سره سره كمے راولي د كومي مقصد چې پيداواري لګښت كمول، صنعتي مسابقت زياتول او سرمايه کارۍ ته وده وركول دي۔ده ووئيل په نړيواله كچه د توان زياتي شوې بيعي، تجارتي بنديزونه او سپلائي چين كښې خنډان د پرمختګ كوونكو معيشتونو لپاره چيلنجونه دي،داسې بدل شوي اقتصادي حالات كښې پاکستان او بنګله دېش له شريكي تګلارې خپلولو ته اړتيا ده۔جام کمال خان ووئيل مصنوعي ځېركتيا او جديد ټيکنالوجي د نړيوال تجارت او سرمايه کارۍ نوي موقعې راپيدا کوي،دغسې دواړه هېوادونه د افريقې منډيانو كښې تجارتي موقعي لټولې شي۔د پاکستان او بنګله دېش چارواكو او تجارتي پلاويو شريكي دورې د مرستي نوي موقعې راپيدا کولې شي۔ده ووئيل پاکستان بنګله دېش سره په شريكه ګټه اډانه تل پاتي اقتصادي شراکت دارۍ  له خوښي لري۔په دې موقع د بنګله دېش پلاوي د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكو او اداره جاتي مرستي لا زياتولو  له خوښي ولرله