ټوكيو۔ 17 نومبر (اے پي پي) جاپان د خپل فضائي حدود په خلاف ورزۍ د روسيه په وړاندې سفارتي احتجاج رېكارډ كړے دے ۔ د تاس تر مخه د جاپان دفاع وزارت تر مخه دوه مشتبه روسۍ الوتكو د فوكووكا باندې د برېفېكجر سره نزدې د اوكينو جزيرې ته خواته د جاپان فضائي حدود خلاف ورزي وكړه٬ د كومو په ضد چې د جاپان سېلف ډيفنس فورسز جنګي الواتكې روانې …
د جاپان فضائي حدود په خلاف ورزۍ روس ته سفارتي احتجاج

مزید خبریں
ټوكيو۔ 17 نومبر (اے پي پي) جاپان د خپل فضائي حدود په خلاف ورزۍ د روسيه په وړاندې سفارتي احتجاج رېكارډ كړے دے ۔ د تاس تر مخه د جاپان دفاع وزارت تر مخه دوه مشتبه روسۍ الوتكو د فوكووكا باندې د برېفېكجر سره نزدې د اوكينو جزيرې ته خواته د جاپان فضائي حدود خلاف ورزي وكړه٬ د كومو په ضد چې د جاپان سېلف ډيفنس فورسز جنګي الواتكې روانې كړې ۔ د جاپان د كابينه سېكرټري مينو ورو كيهار ووئېل ټوكيو په دې معامله د ماسكو په وړاندې رسمي احتجاج رېكارد كړے دے۔دغسې د سوئېلې كوريا جوائنټ چيف آف اسټاف هم اطلاع وركړې ده چې د روسيه عسكري الوتكې د لږ وخت لپاره د سوئېلې كوريا په يو اړخيزه توګه جوړ كړي دفاعي شناختي زون (كېډز) ته داخلې شوې دي۔ سوئېلې كوريا د كوم غېر متوقع صورتحال مقابلې لپاره الوتكې ولېږلې ٬ خو د دې خبرې تصديق يې وكړو جې د دوي د فضائي حدود خلاف ورزي نه ده شوې۔د راپور تر مخه په اګست كښې هم داسې يوه پیښه رامخې ته شوې وه ۔ د روسيه موقف دے جې فضائي دفاعي شناختي زون د نورو هېوادونو لپاره كومې قانوني ذمه وارۍ نه عائد كوي او د روسيه الوتكو ټول پراوزنه د نړيوالو فضائي قوانين تر مخه تر سره شوي دي۔










