اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اړوند چارواكو ته د ضروري خوراكي توكو د اضافي پېداوار صادراتو كښې د پېښو ستونزو هوارولو او تجارت او سهولت باوري كولو له د عملي اقداماتو امر كړې دې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې د خوراك څښاك د ضروري څيزونو د برآمداتو جاج لپاره د …
د نائب وزیر اعظم اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ د خوراکي توکو د اضافي پېداوار په صادراتو کښې د ستونزو د هواري امر
اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار اړوند چارواكو ته د ضروري خوراكي توكو د اضافي پېداوار صادراتو كښې د پېښو ستونزو هوارولو او تجارت او سهولت باوري كولو له د عملي اقداماتو امر كړې دې۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د نائب وزيراعظم په مشرۍ كښې د خوراك څښاك د ضروري څيزونو د برآمداتو جاج لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه شوه چې پكښې د هېواد رسد و طلب، د مارکيټ موجوده صورتحال او تر نړيوال ماركيټ د رسنې د موقعو جاج واخستې شو۔ غونډه كښې دې خبرې ته پام وګرځولې شو چې تجارت ته وده وركولو سره سره په هېواد كښې د ضروري څيزونو مناسب شتون او په بيعه كښې استحكام دې هم باوري كړې شي۔ په غونډه كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق اود موسمياتي بدلون وزيرانو، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د تجارت او قامي غذائي تحفظ و تحقيق سيکرټريز پشمول د وفاقي او صوبائي څانګو سينئر چارواكو ګډون كولو










